2 او ټولې زنانه او ټول ماشومان نيولى وُو، هغوئ څوک وژلى نۀ وُو، خو چې کله تلل نو ټول يې د ځان سره بوتلل.
او ورته مې ووئيل چې د دې نه وړاندې به نۀ راځې، او ستا زورَورې چپې دې دلته ايسارې شى.
ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
داؤد به هر څوک نر او ښځې وژل او هيڅ څوک به جات ته نۀ شُو تلے چې هغه يې خبر کړے وے چې هغۀ او د هغۀ سړو څۀ کړى دى. کله چې هغه په فلستى مُلک کښې اوسېدو نو داؤد به هر وخت هم دغه شان کول.
يو څيز هم ورک نۀ شو کۀ هغه وړوکے وو يا غټ. داؤد ته د خپلو ټولو سړو زامن او لوڼه واپس مِلاو شول او هغه ټول مالِ غنيمت هم، کوم چې عماليقيانو وړے وو.
کله چې داؤد او د هغۀ سړى راورسېدل، نو هغوئ ته پته ولګېده چې ښار سوزولے شوے وو او د هغوئ ښځې، زامن او لوڼه بوتلے شوى وُو.