18 داؤد سره د خپلو دوو ښځو هغه هر يو کس او هر يو څيز بچ کړو چې عماليقيانو وړى وُو،
او چې کوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. او خپل ورارۀ لوط يې سره د ټول مال واپس راوستو او چې کومې ښځې او کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.
نو هغوئ خپل ټول سپاهيان راټول کړل او هغۀ پسې راووتل او په جبعون کښې د لوئ تالاب سره نزدې هغوئ هغه پېدا کړو.
او موسىٰ ته يې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ د جنګ والا کسان وشمېرل کوم چې زمونږ د مشرۍ لاندې وُو او يو سړے هم په کښې کم نۀ دے.
داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“