17 په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو.
د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو.
د ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق قومونو نه، هم داسې د هغه مالِ غنيمت حِصه هم چې هغۀ د هددعزر نه اخستے وو.
نو په ماښامى کښې هغوئ پاڅېدل او د شاميانو کېمپ ته لاړل، خو چې کله هغوئ ورورسېدل، نو هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو.
هلته هغوئ هغه پاتې شوى عماليقيان ووژل کوم چې تښتېدلى وُو او هغوئ تر ننه پورې هلته اوسېدل.
زۀ هغوئ مېده کوم لکه د طوفان دوړې، زۀ يې جارُو کوم لکه د کوڅو خاورې.
خو اِسمٰعيل سره د خپلو هغه اتو کسانو دوستانو د عمون مُلک ته وتښتېدلو.
برق تر حروست هګوئيم پورې په ګاډو او لښکر پسې وو او د سِسيرا ټول لښکر ووژلے شو. يو سړے هم پاتې نۀ شو.
ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلو سړى د مُولخانو د لښکر په شان په مېدان کښې خوارۀ شوى وُو او د هغوئ اوښان د سمندر د شګو په شان بېشمېره وُو.
په هغه شپه ساؤل خپل سړى په درېو ډلو کښې تقسيم کړل او هغوئ سحر وختى د دشمن په خېمو باندې تېز ورغلل او په عمونيانو باندې يې حمله وکړه. تر غرمې پورې يې ټول وژلى وُو. ژوندى پاتې کسان خوارۀ وارۀ شول، هر يو سړى په خپله مخه منډې وهلې.
اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“