16 نو داؤد يې ورله بوتلو. هغه فوجيان په هر ځائ کښې خوارۀ وارۀ وُو، خوراک څښاک يې کولو او د بېشمېره مالِ غنيمت خوشحالى يې کوله، چې هغوئ د فلستيانو او يهوداه په مُلک کښې نيولے وو.
هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، کله چې امنون د ميو څښلو په وجه په سُور کښې شى او چې زۀ حُکم درکړم چې هغه ووژنئ نو يرېږئ مه. زۀ به په خپله د دې ذمه وارى اخلم. تکړه شئ او چې ونۀ يرېږئ.“
هلته هغوئ هغه پاتې شوى عماليقيان ووژل کوم چې تښتېدلى وُو او هغوئ تر ننه پورې هلته اوسېدل.
د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.
زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه
بل سحر وختى هغوئ څۀ ځناور راوستل چې د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې قربان کړى او چې نور د خوړلو د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړى. هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.
خو د هغې په ځائ، تاسو خندا او خوشحالى کوله. تاسو څاروى او ګډې حلالې کړې چې وې خورئ او تاسو مے څښل. تاسو وئيل، ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ يُو.“
تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
جدعون د نوبح او يګبها نمرخاتۀ طرف ته د قافِلو په لاره لاړو او ناڅاپى يې په لښکر باندې حمله وکړه.
مونږ د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د چريتيانو علاقه او د کالب د قبيلې په علاقه باندې حمله کړې وه او صِقلاج مو سوزولے وو.“
داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما د هغه لښکر پورې بوځې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ ما سره د خُدائ پاک په نوم وعده وکړې چې تۀ به ما نۀ وژنې او نۀ به مې خپل نېک ته حواله کوې نو زۀ به تا بوځم.“