Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 30:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 څۀ اوچ اينځر او دوه موټى کشمش يې هم ورله ورکړل. کله چې هغۀ خوراک وکړو، نو هغه بيا تکړه شو، د هغۀ سره پوره درې ورځې د خوراک څښاک هيڅ هم نۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 30:12
9 Iomraidhean Croise  

”لاړ شه او په سوسه کښې ټول يهوديان په يو ځائ راغونډ کړه، روژه ونيسئ او زما دپاره دُعا وکړئ. درې ورځې او درې شپې هيڅ خوراک څښاک مۀ کوئ. زۀ او زما خِدمتګارې به هم ستاسو په شان روژه ونيسو. د هغې نه پس به بيا زۀ بادشاه له لاړه شم، اګر چې دا د قانون خِلاف ورزى ده. خو کۀ د داسې کولو په وجه زۀ مرم، نو مړه دې شم.“


ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.


خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.


او وې وئيل چې، ”صاحبه، مونږ ته ياد دى چې هغه فريبى چې لا ژوندے وو نو وئيلى يې وُو چې زۀ به په درېمه ورځ پورته کړے شم.


نو خُدائ پاک هلته د لحى په زمکه کښې يو خالى ځائ کولاو کړو او اوبۀ ترې نه راووتلې. سمسون اوبۀ وڅښلې او تازه دم شو. نو هغۀ په دې باندې دا نوم کېښودو، ”د چغې وهونکى چينه“ او دا تر اوسه پورې په لحى کښې ده.


خو يونتن خبر نۀ وو چې د هغۀ پلار د خلقو نه قسم اخستے دے، نو هغۀ چې کومه امسا ګرځوله هغه يې وروړله، د دې سر يې د شاتو په ګبين کښې ډُوب کړو او لږ يې وخوړل. او هغه سمدستى تازه دم شو.


د داؤد سړو په هغه مُلک کښې يو مِصرے زلمے وليدو او داؤد له يې راوستو. هغوئ ورله څۀ خوراک او اوبۀ ورکړې،


داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ستا نېک څوک دے او تۀ د کوم ځائ يې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ د مِصر يم او د يو عماليقى غلام يم. زما نېک زۀ درې ورځې مخکښې د ځان نه شاته پرېښے يم ځکه چې زۀ بيمار وم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan