Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 30:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 30:1
18 Iomraidhean Croise  

اِسحاق د بير‌لحى‌روۍ نه راغلے وو. او د کنعان صحرا کښې ايسار وو.


د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو.


په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.


هغۀ زما نه تپوس وکړو چې تۀ څوک يې، نو ما ورته ووئيل چې زۀ د عماليقى قبيلې يم.


د هغۀ ټول آفسران ورسره ولاړ وُو چې په دې کښې شاهى فوجيان د هغۀ په مخکښې تېر شول. هغه شپږ سوه فوجيان هم تېر شول چې د جات نه ورپسې راروان وُو،


هغوئ د هغه ډلو خِلاف د داؤد ملګرتيا وکړه چې څوک ډاکوان وُو، ځکه چې هغوئ ټول تکړه جنګيالى وُو او د هغۀ د لښکر مشران وُو.


تقريباً هره ورځ به نوى سړى د داؤد سره شاملېدل، تر دې پورې چې د هغۀ لښکر د خُدائ پاک د لښکر په شان لوئ شو.


نو هغوئ خپل ټول سپاهيان راټول کړل او هغۀ پسې راووتل او په جبعون کښې د لوئ تالاب سره نزدې هغوئ هغه پېدا کړو.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه. سبا تر دې وخته پورې به ما هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو دپاره وژلى وى. بيا تۀ به ضرور د هغوئ آسونه ګوډ کړې او د هغوئ جنګى ګاډۍ به وسوزوې.“


صِقلاج، مدمنه، سنسناه،


ساؤل عماليقيانو له شکست ورکړو، د مِصر نمرخاتۀ طرف ته، د حويله نه تر شور پورې ورسره وجنګېدل،


هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل.


نو اکيس هغۀ له د صِقلاج ښار ورکړو، نو په دې وجه د صِقلاج ښار تر ننه پورې د يهوداه د بادشاهانو دے.


نو داؤده، تاسو ټول چا چې ساؤل پرېښے دے او ما له راغلى يئ، سبا سحر وختى پاڅئ او چې څنګه رڼا شى نو لاړ شئ.“


نو داؤد او د هغۀ سړى په ورپسې ورځ سحر وختى روان شول چې فلستى مُلک ته واپس لاړ شى او فلستيان يزرعيل ته لاړل.


خو فلستى مشران اکيس ته په غصه وُو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا کس واپس هغه ښار ته ولېږه کوم چې تا ورکړے دے. هغه مۀ پرېږده چې مونږ سره جنګ له لاړ شى، کېدے شى چې هغه په جنګ کښې زمونږ خِلاف شى. په دې کښې څۀ شک نشته چې هغه به د خپل نېک خوشحالولو دپاره زمونږ د سړو سرونه قلم کړى.


مونږ د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د چريتيانو علاقه او د کالب د قبيلې په علاقه باندې حمله کړې وه او صِقلاج مو سوزولے وو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan