Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 3:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو عيلى سموئيل ته وفرمائيل، ”لاړ شه او څمله، او کۀ هغۀ تا ته بيا آواز وکړو، نو ورته ووايه، مالِکه خُدايه، ستا بنده يې اورى.“ نو سموئيل لاړو او په خپل ځائ کښې څملاستو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 3:9
9 Iomraidhean Croise  

زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم. ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره. خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.


بې‌شکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے، نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.


هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو کۀ خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړى نو مونږ يريږو چې مړۀ به شو.“


بيا ما د مالِک خُدائ آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”زۀ څوک ولېږم؟ زمونږ د طرف نۀ به څوک ځى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ حاضر يم. ما ولېږه.“


هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“


خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“


هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“


نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله، سموئيله.“ سموئيل ورته ووئيل، ”وفرمائى، ستا بنده يې اورى.“


مالِک خُدائ سموئيل ته په درېم ځل آواز وکړو، هغه پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ نو عيلى ته پته ولګېده چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې هلک ته آواز کولو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan