3 د سحر نه مخکښې، چې ډيوه تر اوسه پورې بلېدله او سموئيل د مالِک خُدائ په کور کښې ملاست وو، چرته چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق وو،
هر سحر او هر ماښام هغوئ هغۀ ته خوشبوئى او پوره سوزېدونکې نذرانې پېش کوى. هغوئ په هغه مېز باندې د روټۍ نذرانې پېش کوى کوم چې پاک دے او هره شپه هغوئ د سرو زرو په ډيوټ باندې ډيوې بلوى. مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په اصُولو باندې عمل کوُو، خو تاسو هغه پرېښے دے.
د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.
د مالِک خُدائ آواز د څېړۍ ونې کږوى او د ځنګلى ونو پاڼې رژوى، د هغۀ په کور کښې هر يو چغې وهى چې، ”خُدائ لوئ دے.“
ستا د لوئ رحم په وجه به زۀ دننه شم ستا کور ته، ډېر په يره په سجده به شم ستا مقدس کور ته.
د سوچه سرو زرو نه يو ډيوټ جوړ کړه. د دې بېخ او د دې ډنډا د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړ کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو دپاره ګلونه، سره د غوټو او پاڼو جوړ کړه، چې د دې سره يوه ټُکړه شى.
د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه.
يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو.