Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 3:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو د هغه مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې، ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې سموئيل په حقيقت کښې د مالِک خُدائ پېغمبر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 3:20
10 Iomraidhean Croise  

زما مشوره دا ده چې د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې ټول بنى اِسرائيليان راغونډ کړه، لکه چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى، د دې دپاره چې تۀ په خپله په جنګ کښې د هغوئ نه مخکښې لاړ شې.


چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو نو د يهوداه او د اِسرائيل خلق په امن سره اوسېدل، هر خاندان د انګورو باغونه او د اينځرو ونې لرلې.


هرکله چې دا هر څۀ رښتيا شى، او يقيناً داسې به وشى، نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې يو نبى د هغوئ په مينځ کښې اوسېدو.“


هم ما ستاسو ځينې زامن پېغمبران جوړ کړل او څۀ ځوانان مې د خِدمت دپاره د نذير په حيثيت وقف کړل. ولې دا رښتيا نۀ دى زما خلقو بنى اِسرائيلو؟“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.


او دا تقريباً په څلور نيمو سوو کالو کښې سر ته ورسېدله. د هغې نه پس هغۀ د سموئيل نبى تر زمانې پورې هغوئ ته قاضيان منتخب کړل.


مونږ څنګه دا وئيلے شُو چې د يو پېغمبر پېغام د مالِک خُدائ نه نۀ دے؟


زۀ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح شُکر کوم چا چې ما له طاقت راکړو او زۀ يې وفاداره وګڼلم او د خپل خِدمت دپاره يې مقرر کړم.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan