اول سموئيل 3:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”مالِک خُدائ تا ته څۀ وفرمائيل؟ زما نه يوه خبره هم مۀ پټوه. خُدائ پاک به تا له سخته سزا درکړى کۀ تا ما ته هغه هر څۀ ونۀ فرمائيل چې څۀ درته هغۀ فرمائيلى دى.“ Faic an caibideil |
نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى.