16 عيلى ورته آواز وکړو، ”زما زويه، سموئيله.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ حاضر يم.“
د خُدائ پاک فرښتې ما ته په خوب کښې ووئيل، يعقوبه، ما جواب ورکړو، زۀ حاضر يم.
يعقوب يوسف ته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ شِکم ته لاړ شې، چرته چې ستا وروڼه رمه څروى.“ يوسف ورته ووئيل، ”زۀ تيار يم.“
بيا بوعز روت ته ووئيل، ”زما خبره واوره، د دې پټى نه بغېر بل ځائ کښې وَږى مۀ ټولوه، دلته د ښځو سره يو ځائ اوسه،
او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپينږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم.
سموئيل تر سحره پورې ملاست وو، بيا هغه پاڅېدو او د مالِک خُدائ د کور دروازې يې کولاو کړې. هغه د دې نه يرېدلو چې عيلى ته د دې پېغام د څرګندېدو په حقله ووائى.
عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”مالِک خُدائ تا ته څۀ وفرمائيل؟ زما نه يوه خبره هم مۀ پټوه. خُدائ پاک به تا له سخته سزا درکړى کۀ تا ما ته هغه هر څۀ ونۀ فرمائيل چې څۀ درته هغۀ فرمائيلى دى.“