Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 3:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 سموئيل تر سحره پورې ملاست وو، بيا هغه پاڅېدو او د مالِک خُدائ د کور دروازې يې کولاو کړې. هغه د دې نه يرېدلو چې عيلى ته د دې پېغام د څرګندېدو په حقله ووائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 3:15
8 Iomraidhean Croise  

برکياه او القنه سره د عوبيد ادوم او يحياه، د لوظ صندوق څوکيداران خوښ کړے شوى وُو. دا اِمامان د تلو په وخت د لوظ صندوق په مخکښې د بيګلو غږولو دپاره خوښ کړے شوى وُو: شبنياه، يوسفط، نتنى‌ايل، عماسى، زکرياه، بناياه او اِلى‌عزر.


”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.


او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.


يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو.


نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله، سموئيله.“ سموئيل ورته ووئيل، ”وفرمائى، ستا بنده يې اورى.“


عيلى ورته آواز وکړو، ”زما زويه، سموئيله.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ حاضر يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan