14 نو ما دا قسم کړے دے چې د دې سختې ګناه د لرې کولو دپاره به هيڅ قربانى او نذرانه د عيلى د خاندان دپاره کافى نۀ وى.“
چې زۀ يې تا ته وړاندې کړم تۀ قربانى نۀ غواړې، او نۀ په سوزېدونکو قربانو تۀ خوشحالېږې.
مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپله ما سره خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې چې تاسو ژوندى يئ نو دا بد عمل به درته هيڅکله معاف نۀ شى. ما، مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے يرمياه، دې قوم ته نوره دُعا مۀ کوه. او د هغوئ دپاره ما ته سوال او فرياد مۀ کوه، ما ته د هغوئ سره د مدد کولو سفارش مۀ کوه، ځکه چې زۀ به ستا خبره نۀ اورم.
نو اوس تا په خپلو بېحيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکړه چې څوک ناپاک وى هغه به لرې اوسيږى، نو د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې بېعزتى به نۀ کيږى، کومه چې د خېمو په مينځ کښې ده. کۀ هغوئ بېعزتى وکړه، نو مړۀ به شى.
کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه.