دا افت به تاسو بار بار وهى او هر سحر به مو وهى. دا به په تاسو شپه او ورځ راځى، تر هغې پورې چې تاسو يې وړى نۀ يئ. دا پېغام به ستاسو په خلقو باندې يره راولى.
”قومونو ته وګورئ او نظر پرې ساتئ، او حېران شئ. ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وے.
فلستيان سخت وجنګېدل او بنى اِسرائيلو له يې شکست ورکړو، چې هغوئ په منډه خپلو کورونو ته لاړل. دا يو لوئ قتلِ عام وو. او دېرش زره بنى اِسرائيلى فوجيان ووژلے شول.