10 نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله، سموئيله.“ سموئيل ورته ووئيل، ”وفرمائى، ستا بنده يې اورى.“
هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“
او اوس هغه ستاسو د لارښودنې دپاره تاسو سره دے. زۀ بوډا او سپينږيرے يم او تاسو ته پته ده چې زما زامن تاسو سره دى. زۀ د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ستاسو مشر وم.
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ په بنى اِسرائيلو کښې داسې څۀ کوم چې هغه به دومره سخت وى چې څوک يې واورى نو حېران به شى.
سموئيل تر سحره پورې ملاست وو، بيا هغه پاڅېدو او د مالِک خُدائ د کور دروازې يې کولاو کړې. هغه د دې نه يرېدلو چې عيلى ته د دې پېغام د څرګندېدو په حقله ووائى.
مالِک خُدائ به په خپله په سيلا کښې راڅرګندېدو، چرته چې هغه سموئيل ته څرګند شوے وو او د هغۀ سره يې خبرې کړې وې.
مالِک خُدائ سموئيل ته په درېم ځل آواز وکړو، هغه پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ نو عيلى ته پته ولګېده چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې هلک ته آواز کولو،
نو عيلى سموئيل ته وفرمائيل، ”لاړ شه او څمله، او کۀ هغۀ تا ته بيا آواز وکړو، نو ورته ووايه، مالِکه خُدايه، ستا بنده يې اورى.“ نو سموئيل لاړو او په خپل ځائ کښې څملاستو.