د يو افت دپاسه به بل افت راشى، او د افواه دپاسه به بله افواه خوريږى. هغوئ به په دې کوشش کښې وى چې د نبى رويا واورى، د شريعت تعليم به د اِمام نه ختم شى، او هم داسې د مشرانو مشورې به هم ختمې شى.
زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضور کښې خِدمت کوى.
ستا د اولاد چې کوم کس هم ژوندے پاتې وى نو هغه به هغه اِمام له ځى او د هغۀ نه به پېسې او خوراک غواړى او دا سوال به ورته کوى چې ما د اِمامانو سره منظور کړه، نو چې ما ته يوه نوړۍ روټۍ مِلاو شى.“