9 اکيس ورته ووئيل، ”زۀ دا منم، زۀ تا د خُدائ پاک د فرښتې په شان وفادار ګڼم. خو هغه نورو بادشاهانو وئيلى دى چې تۀ زمونږ سره جنګ له نۀ شې تلے.
ما د خپل ځان سره ووئيل چې بادشاه سلامت، ستا خبرې دې ما له تسلى راکړى، ځکه چې بادشاه د خُدائ پاک د فرښتې په شان وى او ښۀ د بد نه جدا کوى. مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې مل شه.“
خو هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې ستا اراده بدله شى. بادشاه سلامت، تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان هوښيار يې او چې څۀ کيږى په هغې باندې پوهېږې.“
بادشاه سلامت، هغۀ زما په حقله تا ته دروغ وئيلى دى، خو تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان يې او چې تا ته څۀ ټيک ښکارى نو هغه وکړه.
اګر کۀ زما بيمارۍ تاسو په آزمېښت کښې واچولئ، نۀ خو تاسو زۀ سپک وګڼلم او نۀ مو رانه کرکه وکړه، بلکې زما هرکلے مو لکه د خُدائ پاک د فرښتې او لکه د عيسىٰ مسيح په شان وکړو.
خو فلستى مشران اکيس ته په غصه وُو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا کس واپس هغه ښار ته ولېږه کوم چې تا ورکړے دے. هغه مۀ پرېږده چې مونږ سره جنګ له لاړ شى، کېدے شى چې هغه په جنګ کښې زمونږ خِلاف شى. په دې کښې څۀ شک نشته چې هغه به د خپل نېک خوشحالولو دپاره زمونږ د سړو سرونه قلم کړى.