اکيس داؤد راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې تۀ زما وفادار يې، او زۀ به خوشحاله وم چې تۀ ما سره تلے وې او په دې جنګ کښې دې زما ملګرتيا کړے وے. تۀ چې د کومې ورځې نه ما له راغلے يې ما په تا کښې هيڅ غلطى نۀ ده موندلې. خو هغه نور بادشاهان تا نۀ منى.
داؤد جواب ورکړو، ”صاحِبه، ما څۀ بد کړى دى؟ کۀ داسې وى لکه چې تا ووئيل چې د کومې ورځې نه ما ستا خِدمت شروع کړے دے او تا په ما کښې هيڅ غلطى نۀ وى موندلې، نو ما له تا سره تلل ولې نۀ دى په کار، چې تۀ زما نېک او بادشاه يې، د دې دپاره چې زۀ ستا د دشمنانو سره جنګ وکړم؟“