5 آخر دا هم هغه داؤد دے، چې د هغۀ په حقله ښځې په ګډېدو کښې سندره وئيلې چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“
بيا د هارون خور مريم، کومه چې پېغمبره وه، هغې خپل تمبل راواخستلو، او ټولې ښځې د خپلو تمبلونو سره په ګډېدو په هغې پسې لاړلې.
کۀ چرې څوک سحر د وخته په اوچت آواز سره په خپل ګاونډى سلام واچوى، دا به هغه لکه د کنځلو په شان وګڼى.
د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“