Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 29:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 خو فلستى مشران اکيس ته په غصه وُو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا کس واپس هغه ښار ته ولېږه کوم چې تا ورکړے دے. هغه مۀ پرېږده چې مونږ سره جنګ له لاړ شى، کېدے شى چې هغه په جنګ کښې زمونږ خِلاف شى. په دې کښې څۀ شک نشته چې هغه به د خپل نېک خوشحالولو دپاره زمونږ د سړو سرونه قلم کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 29:4
8 Iomraidhean Croise  

د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول، دا په هغه وخت کښې چې کله هغه د فلستيانو سره د ساؤل بادشاه خِلاف جنګ له روان وو. په آخر کښې هغوئ د فلستيانو مدد نۀ شو کولے، ځکه چې د هغوئ بادشاهان د دې نه يرېدل چې داؤد به د هغوئ نه خپل پخوانى نېک ساؤل ته واوړى، نو هغه يې واپس صِقلاج ته ولېږلو.


دا د منسى هغه فوجيان دى چې کله داؤد واپس صِقلاج له راتلو نو هغوئ د هغۀ په طرف شول: عدنه، يوزبد، يديعيل، ميکائيل، يوزبد، اليهُو او ضلتى. په منسى کښې د هغوئ هر يو د زرو زرو سړو فوجى قبيلې وې.


راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“


او مالِک د خپل بې‌ايمانه ناظر د دې هوښيارتيا ستائينه وکړه، ځکه چې د دې پيړۍ خلق په خپلو کښې په لېن دېن کولو کښې د ايماندارانو نه زيات هوښيار دى.


څۀ عبرانيان کوم چې د فلستيانو په لښکر کښې شامل شوى وُو نو هغوئ بيا راواپس شول او د ساؤل، يونتن او د بنى اِسرائيلو سره شامل شول.


نو اکيس هغۀ له د صِقلاج ښار ورکړو، نو په دې وجه د صِقلاج ښار تر ننه پورې د يهوداه د بادشاهانو دے.


اکيس ورته ووئيل، ”زۀ دا منم، زۀ تا د خُدائ پاک د فرښتې په شان وفادار ګڼم. خو هغه نورو بادشاهانو وئيلى دى چې تۀ زمونږ سره جنګ له نۀ شې تلے.


نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan