Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 29:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 29:3
13 Iomraidhean Croise  

خو يو سړے وتښتېدو او ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې او د هغۀ خپلوانو اسکال او عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله.


د منسى قبيلې څۀ فوجيان واوړېدل او د داؤد په طرف شول، دا په هغه وخت کښې چې کله هغه د فلستيانو سره د ساؤل بادشاه خِلاف جنګ له روان وو. په آخر کښې هغوئ د فلستيانو مدد نۀ شو کولے، ځکه چې د هغوئ بادشاهان د دې نه يرېدل چې داؤد به د هغوئ نه خپل پخوانى نېک ساؤل ته واوړى، نو هغه يې واپس صِقلاج ته ولېږلو.


دا د منسى هغه فوجيان دى چې کله داؤد واپس صِقلاج له راتلو نو هغوئ د هغۀ په طرف شول: عدنه، يوزبد، يديعيل، ميکائيل، يوزبد، اليهُو او ضلتى. په منسى کښې د هغوئ هر يو د زرو زرو سړو فوجى قبيلې وې.


آخر هغه کسانو دا ووئيل چې، ”دې طريقې سره به مونږ په دانيال هيڅ قِسمه اِلزام ونۀ لګولے شُو. خو يوه خبر ده چې د اِلزام باعث جوړېدے شى يعنې د هغۀ د خُدائ پاک د شريعت په حقله.“


کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“


د بدۍ په بدله کښې د چا سره بدى مۀ کوئ. هم هغه کارونه کوئ چې د هر چا په نظر کښې د عزت وى.


خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.


نو هغوئ فلستيان پرېښودل چې هغوئ وګورى او فلستيانو ووئيل، ”ګورئ، څۀ عبرانيان د هغه غارونو نه راروان دى چې په کومو کښې پټ وُو.“


صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې.


خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“


داؤد په فلستى مُلک کښې شپاړس مياشتې اوسېدو.


اکيس داؤد راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې تۀ زما وفادار يې، او زۀ به خوشحاله وم چې تۀ ما سره تلے وې او په دې جنګ کښې دې زما ملګرتيا کړے وے. تۀ چې د کومې ورځې نه ما له راغلے يې ما په تا کښې هيڅ غلطى نۀ ده موندلې. خو هغه نور بادشاهان تا نۀ منى.


فلستيانو دا چغه واورېدله او وې وئيل، ”د عبرانيانو په کېمپ کښې دا چغې واورئ. د دې څۀ مطلب دے؟“ کله چې هغوئ ته پته ولګېده چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د عبرانيانو کېمپ ته رارسېدلے دے،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan