Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 29:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 فلستيانو خپل ټول فوجيان افيق ته راغونډ کړل او بنى اِسرائيلو په يزرعيل کښې د چينې سره خېمې ولګولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 29:1
20 Iomraidhean Croise  

هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.


کله چې فلستيان خبر شول چې داؤد د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر روان شو چې داؤد ونيسى. کله چې داؤد د دې نه خبر شو نو هغه لاندې د پَخو دېوالونو ځائ ته لاړو.


او باقى ژوندى پاتې شوى افيق ښار ته وتښتېدل، چرته چې د هغوئ په اوويشت زره سړو باندې د ښار دېوالونه راوغورزېدل. بِن‌حدد هم ښار ته وتښتېدو او د يو کور په دنننۍ کوټه کښې پټ شو.


نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخى‌اب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو.


او مالِک خُدائ د ايزبل په حقله فرمائى چې د يزرعيل په ښار کښې به سپى د هغې لاش وخورى.


ياهُو يزرعيل ته ورسېدو. نو چې ايزبل خبر شوه، نو رانجۀ يې پورې کړل، وېښتۀ يې سم کړل او په محل کښې د يوې کړکۍ سره ودرېده او بهر يې کتل.


کله چې هغوئ ياهُو د دې نه خبر کړو، نو هغۀ ووئيل، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې داسې به کيږى، کله چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى الياس په ذريعه دا کلام کړے وو يعنې، د يزرعيل په علاقه کښې به سپى د ايزبل لاش وخورى.


جبل، عمون، عماليقيان، ورسره، صور او فلستيان.


د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيت‌شان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“


د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم،


عُمه، افيق او رِحوب شامل وُو، دا دوويشت ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.


نو ټول ميديانيان، عماليقيان او د صحرا قبيلې راغونډې شوې، د اُردن سيند نه پورې وتل او د يزرعيل په مېدان کښې يې خېمې ولګولې.


يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې.


هغې خوراک د ساؤل او د هغۀ د آفسرانو په وړاندې کېښودو او هغوئ وخوړو. او هغوئ هم په هغه شپه لاړل.


فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې.


ټول بنى اِسرائيليان د سموئيل د خبرو نه خبر شول. نو فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ دپاره راغونډ شول او بنى اِسرائيليان هم د هغوئ سره جنګېدو دپاره راووتل. بنى اِسرائيلو په اِبن‌عزر کښې او فلستيانو په افيق کښې خپلې خېمې ولګولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan