Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 28:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 ښځې جواب ورکړو، ”تا ته ښۀ پته ده چې ساؤل څۀ کړى دى هغۀ څنګه کوډګر او جادوګر د مُلک نه وشړل. نو بيا تۀ ولې زما د ګېرولو کوشش کوې او ما وژل غواړې؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 28:9
5 Iomraidhean Croise  

خو کۀ ما د بادشاه نافرمانى کړے وے او ابى‌سلوم مې وژلے وے، نو بادشاه به د دې نه خبر شوے وے، هغه د هر څۀ نه خبريږى او تا به زۀ نۀ وے بچ کړے.“


کله چې د اِسرائيل بادشاه دا خط وکتلو، نو هغۀ د يرې نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”د شام د بادشاه دا خيال دے چې زۀ دا جذامى سړے روغ کړم؟ ولې زۀ خُدائ پاک يم، چې ژوندى کول او مړۀ کول کوم؟ هغه په دې کوشش کښې دے چې ما سره جنګ شروع کړى.“


د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“


نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan