Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 28:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو ساؤل خپل ځان بدل کړو، هغۀ د شاهى جامو په ځائ عامې جامې واغوستلې او د تيارې نه پس هغه د خپلو دوو سړو سره هغه ښځې له مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته ووئيل، ”زما دپاره د روحونو سره مشوره وکړه او ما ته ووايه چې څۀ کيږى. د هغه سړى روح راوغواړه چې زۀ يې نوم اخلم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 28:8
12 Iomraidhean Croise  

اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”څنګه چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل ځان بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه په بدل لِباس کښې جنګ له لاړو.


خو يو شامى فوجى يو غشے هسې وويشتلو او په دې باندې اخى‌اب د خپلې زغرې د جوړ په مينځ کښې ولګېدو. نو اخى‌اب د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“


ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.


اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”کله چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل شکل بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه جنګ له لاړو او خپل شکل يې بدل کړے وو.


خو خُدائ پاک چې د نِکوه فِرعون په ذريعه څۀ وفرمائيل نو يوسياه هغې ته غوږ نۀ کېښودو، نو هغۀ خپل شکل بدل کړو او د مِجدو په مېدان کښې د جنګ دپاره لاړو.


کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“


ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.


د هغوئ په وړاندې خپل مال حال اوږو ته اوچت کړه او هغه په تيارۀ کښې بهر يوسه. خپل مخ داسې پټ کړه چې وطن درته نۀ ښکارى، ما ځکه په تا دا هر څۀ وکړل چې تا د بنى اِسرائيلو قوم دپاره يو خبردارے کړم.“


او د مجرم کېدلو سبب دا دے چې دُنيا ته نُور راغلو خو خلق د نُور په ځائ په تيارۀ کښې خوشحاله وُو ځکه چې د هغوئ کارونه بد وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan