Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 28:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو ساؤل خپلو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”يوه کوډګره ښځه ولټوئ چې د مړو د روحونو سره مشورې کوى او زۀ به ورشم او مشوره به ورسره وکړم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”په عين دور کښې يوه داسې ښځه شته.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 28:7
13 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې، چې بادشاه راورسېدو او وې وئيل، ”دا مصيبت د مالِک خُدائ نه په مونږ باندې راغلے دے. زۀ دې نور د مالِک خُدائ په طمع کښې ولې پاتې شم؟“


ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.


څوک چې په عين دور کښې تباه شول، او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو.


مِصريان به حوصله بائيلى او زۀ به د هغوئ منصوبې ګډې وډې کړم. هغوئ به د بُتانو، د مړو د روحونو والا نه او فالګرو نه مشورې اخلى.


د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى.


مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې.


يا تعويذ استعمال کړى، د ښاپېرو په ذريعه کار وکړى او هغوئ مۀ پرېږدئ چې د مړو روحونو سره مشورې وکړى.


د يساکار او آشر په علاقو کښې، بيت‌شان او ابليعام د منسى وُو او تر دور پورې چې د سمندر په غاړه دے او د هغې نه ګېرچاپېره ښارونه هم د منسى وُو، عين دور، تعنک، مِجدو او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه.


نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan