4 فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې.
د جِلبوعه په غرونو باندې دې پرخه او باران نۀ وريږى، د دې ځائ پټى دې همېشه شنډ وى. ځکه چې د تکړه کسانو ډالونه هلته په بېعزتۍ کښې پراتۀ دى، د ساؤل ډال دې نور د تېلو سره نۀ شى ځلولے.
هغۀ جواب ورکړو، ”د جِلبوعه په غرۀ باندې داسې وشول او ما وليدل چې ساؤل په خپله نېزه باندې تکيه لګولې وه او د دشمن جنګى ګاډۍ او په آسونو سوارۀ فوجيان ورنزدې کېدل.
نو هغه لاړو او په جِلعاد کښې يې د يبيس د خلقو نه د ساؤل او د هغۀ د زوئ يونتن هډُوکى واخستل. (هغوئ دا په بيتشان کښې د بازار نه پټ کړى وُو، چرته چې فلستيانو لاشونه راځوړند کړى وُو. دا په هغه وخت وُو چې په کومه ورځ هغوئ د جِلبوعه په غرۀ باندې ساؤل وژلے وو.)
هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابىشاګ وو او بادشاه له يې راوستله.
يوه ورځ اليشع شونيم ته لاړو، چرته چې يوه مالداره ښځه اوسېده. هغې هغۀ له د روټۍ دعوت ورکړو، بيا چې هغه کله هم شونيم ته تلو نو د هغې په کور کښې به يې روټۍ خوړله.
د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم،
چې ساؤل د فلستيانو لښکر وليدو، نو هغه د يرې نه ولړزېدو،
فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول.
په ورپسې ورځ باندې فلستيان د لاشونو لوټ کولو دپاره لاړل او هغوئ د ساؤل او د هغۀ د درېو زامنو لاشونه وليدل چې د جِلبوعه په غرۀ باندې پراتۀ وُو.