اول سموئيل 28:23 - Pakistani Yousafzai Pashto23 ساؤل اِنکار وکړو او وې وئيل چې هيڅ به هم نۀ خورم. خو د هغۀ آفسرانو هم ورته ووئيل چې څۀ وخوره. آخر هغۀ د هغوئ خبره ومنله او د زمکې نه پاڅېدو او په کټ کښې کښېناستو. Faic an caibideil |
دربار د آسمانى رنګ او د سپين رنګ د مالوچو جوړو شوو پړدو باندې ښائسته کړے شوے وو، د سنګِ مرمرو په ستنو باندې د سپينو زرو د کَړو سره د کاسنى رنګ د ښې لټې د مزو سره تړلے شوې وې. د سرو زرو او سپينو زرو کټُونه په دربار کښې اېښودے شوى وُو، د دربار فرش د سپين سنګِ مرمر، سور قيمتى کاڼى، د ځلېدونکې ملغلرو او د آسمانى رنګ د فيروزو نه جوړ شوے وو.