2 داؤد ورته وفرمائيل، ”دا رښتيا دى، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او تۀ به په خپله وګورې چې زۀ څۀ کوم.“ اکيس ورته ووئيل، ”ټيک ده. زۀ به تا د ټول عُمر دپاره خپل حِفاظت کوونکے محافظ جوړ کړم.“
مينه دې بېريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.
خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“
نو زۀ دے مالِک خُدائ ته وقف کوم. تر کومې پورې چې دے ژوندے وى نو د مالِک خُدائ به وى.“ بيا هغوئ هلته د مالِک خُدائ عبادت وکړو.
اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.
پينځۀ فلستى بادشاهان د خپلو سوونو او زرګونو سړو د ډلو سره لاړل، داؤد او د هغۀ سړى د اکيس بادشاه سره شا ته روان وُو.