Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 28:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغه به تا او بنى اِسرائيليان فلستيانو له په لاس کښې ورکړى. سبا به تۀ او ستا زامن ما سره شريک شئ او مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو لښکر هم فلستيانو له په لاس کښې ورکړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 28:19
12 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ تپوس وکړو چې، اخى‌اب به څوک دوکه کړى چې لاړ شى او په رامات‌جِلعاد کښې ووژلے شى؟ نو څۀ فرښتو يو څۀ وفرمائيل او نورو بل څۀ وفرمائيل،


ميکاياه وفرمائيل، ”کۀ تۀ په خېر سره واپس راشې، نو مالِک خُدائ به زما په ذريعه کلام نۀ وى کړے.“ او ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ څۀ وايم نو دا به ياد ساتئ.“


چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.


ګوره، سبا دا وخت به زۀ ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې.


د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډېره ښۀ وه.“


کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل.


خو کۀ تاسو بيا هم خپله بدعملى کوئ نو تاسو او ستاسو بادشاه به تباه شئ.“


ساؤل ناڅاپه راپرېوتو او په زمکه باندې اوږد اوږد وغزېدو، چې سموئيل څۀ فرمائيلى وُو نو د هغې په وجه ويرېدو. هغه کمزورے وو، ځکه چې هغۀ ټوله ورځ او ټوله شپه هيڅ هم نۀ وُو خوړلى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan