18 تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده ځکه چې تا عماليقيان او د هغوئ هر څۀ تباه نۀ کړل. نو نن دا ځکه مالِک خُدائ تا سره داسې کوى.
بيا پېغمبر بادشاه ته وفرمائيل، ”دا د مالِک خُدائ کلام دے چې تا هغه سړى له د تښتېدو اجازت ورکړو د کوم د وژلو چې ما حُکم درکړے وو، نو د هغۀ د ژوند په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او ستا خلق به ځکه تباه شى چې د هغۀ خلق يې تښتېدو ته پرېښى دى.“
ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.
لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى.
نو هغۀ ورته ووئيل، ”ما له سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې راوړئ.“ او هغۀ په خپله يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کړه،
ساؤل جواب ورکړو، ”خو ما د مالِک خُدائ فرمانبردارى کړې ده. زۀ لاړم لکه څنګه چې هغۀ راته فرمائيلى وُو، اجاج بادشاه مې واپس راوستلو او ټول عماليقيان مې ووژل.
سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے.
خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بېکاره وُو.