12 کله چې ښځې سموئيل وليدو نو هغې چغه کړه او ساؤل ته يې ووئيل، ”تا زۀ ولې دوکه کړم؟ تۀ ساؤل بادشاه يې.“
چې کله سحر شو، يعقوب ته پته ولګېده چې دا خو لِياه ده. هغه لابن له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ ما خو د راحيل دپاره خِدمت کړے دے. تا زۀ ولې دوکه کړم؟“
مالِک خُدائ اخياه ته فرمائيلى وُو چې د يربعام ښځه د خپل بيمار زوئ په حقله تپوس کولو له راروانه ده. او مالِک خُدائ اخياه ته وفرمائيل چې څۀ به وائې. کله چې د يربعام ښځه راورسېده، نو هغې داسې ښکاره کړل چې هغه ګنې بل څوک ده.
ښځې ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره د چا روح راوغواړم؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”د سموئيل.“
بادشاه هغې ته ووئيل، ”مۀ يرېږه، تۀ څۀ ګورې؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ يو روح وينم چې د زمکې نه راوځى.“
نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو.