10 بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“
خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“
هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې تۀ به هيڅ څوک نۀ پرېږدې چې زما د زوئ نه د مرګ بدل واخلى، زۀ نۀ غواړم چې نوره وينه توئ شى.“ نو داؤد ورته وئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې ستا د زوئ يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى.“
زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېفائدې اخلى.
يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“
او هغۀ هغې ته قسم وخوړو، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم تر خپلې نيمې بادشاهۍ پورې.“
زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل.
نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى.
ښځې ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره د چا روح راوغواړم؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”د سموئيل.“
ښځې جواب ورکړو، ”تا ته ښۀ پته ده چې ساؤل څۀ کړى دى هغۀ څنګه کوډګر او جادوګر د مُلک نه وشړل. نو بيا تۀ ولې زما د ګېرولو کوشش کوې او ما وژل غواړې؟“