1 څۀ موده وروستو، فلستيانو خپل فوجيان راغونډ کړل چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى او اکيس داؤد ته ووئيل، ”تا ته دا پته ده چې تۀ او ستا سړى به زما دپاره جنګېږئ.“
فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيتآون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.
فلستيان د يهوداه په ښار شوکه کښې د جنګ دپاره راغونډ شول، هغوئ د شوکه او عزيقه په مينځ کښې په يو ځائ کښې کېمپ ولګولو چې نوم يې اِفسدميم وو.
خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“
فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول.
کله چې فلستيان خبر شول چې بنى اِسرائيل په مصفاه کښې راغونډ شوى دى، فلستى بادشاهان د خپلو سړو سره د هغوئ خِلاف جنګ له راووتل. بنى اِسرائيليان د دې نه خبر شول او ويرېدل،