9 ټول سړى او ښځې به يې وژلې او د هغوئ ګډې، څاروى، خرۀ، اوښان او کپړې به يې ترې نه هم وړلې. بيا به واپس اکيس له راتلو.
د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله
د اِسمٰعيل اولاد د حويله او شور علاقې په مينځ کښې اوسېدل، دا د اسور په لاره مِصر سره نزدې وو. دوئ د اِبراهيم د نور اولاد نه جدا اوسېدل.
هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.
بيا موسىٰ بنى اِسرائيلو له حُکم ورکړو چې د بحرِقُلزم نه روان شى، نو دوئ د شور صحرا ته لاړل. دوئ په صحرا کښې درې ورځې مزل وکړو خو اوبۀ يې ونۀ موندلې.
هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل.
اوس لاړ شئ او په عماليقيانو حمله وکړئ او د هغوئ هر څۀ بېخى تباه کړئ. يو څيز هم مۀ پرېږدئ، سړى، ښځې، ماشومان او هغه ماشومان چې تے روى ووژنئ، څاروى، ګډې، اوښان او خرۀ هر څۀ ووژنئ.“
ساؤل عماليقيانو له شکست ورکړو، د مِصر نمرخاتۀ طرف ته، د حويله نه تر شور پورې ورسره وجنګېدل،
هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل.