4 کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد جات ته تښتېدلے دے، نو ساؤل د هغۀ لټول پرېښودل.
د هغۀ ټول آفسران ورسره ولاړ وُو چې په دې کښې شاهى فوجيان د هغۀ په مخکښې تېر شول. هغه شپږ سوه فوجيان هم تېر شول چې د جات نه ورپسې راروان وُو،
ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“
داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابىجيل چې د کرمل وه.
داؤد اکيس ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما سره ښېګړه کول غواړې نو ما له اجازت راکړه چې په يو وړوکى ښار کښې اوسېږم. صاحِبه، زما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې زۀ تا سره په شاهى ښار کښې اوسېږم.“