2 نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى د جات بادشاه د معوک زوئ اکيس مُلک ته لاړل.
دا هغه سړى دى چې په صِقلاج کښې د داؤد سره په هغه وخت ملګرى شول چې هغه د قيس زوئ ساؤل نه پټېدو. هغوئ د هغه جنګيالو نه وُو چا چې د داؤد په حق کښې جنګ وکړو.
نو داؤد هلته نه لاړو او د ساؤل نه وتښتېدو او د جات بادشاه اکيس له لاړو.
د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“
داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل.
داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ د هغوئ په فوجيانو پسې لاړ شم څۀ؟ زۀ به هغوئ ته ورورسېږم؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”ورپسې لاړ شه، تۀ به ورورسېږې او قېديان به ترې نه خلاص کړې.“
نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى روان شول او چې هغوئ د بسور ولې ته ورسېدل، نو څۀ هلته پاتې شول.