12 خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“
يعقوب، شمعون او ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان او د دې مُلک هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى او په ما حمله وکړى نو زمونږ مکمل خاندان به تباه شى.“
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“
نو ټول بنى اِسرائيليان خبر شول چې ساؤل فلستىے مشر وژلے دے او دا چې فلستيان ستاسو نه نور نفرت هم کوى. نو خلق راغونډ شول او په جِلجال کښې د ساؤل سره شول.
داؤد به هر څوک نر او ښځې وژل او هيڅ څوک به جات ته نۀ شُو تلے چې هغه يې خبر کړے وے چې هغۀ او د هغۀ سړو څۀ کړى دى. کله چې هغه په فلستى مُلک کښې اوسېدو نو داؤد به هر وخت هم دغه شان کول.
څۀ موده وروستو، فلستيانو خپل فوجيان راغونډ کړل چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى او اکيس داؤد ته ووئيل، ”تا ته دا پته ده چې تۀ او ستا سړى به زما دپاره جنګېږئ.“