11 داؤد به هر څوک نر او ښځې وژل او هيڅ څوک به جات ته نۀ شُو تلے چې هغه يې خبر کړے وے چې هغۀ او د هغۀ سړو څۀ کړى دى. کله چې هغه په فلستى مُلک کښې اوسېدو نو داؤد به هر وخت هم دغه شان کول.
رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
د جدلياه د قتلېدو نه يوه ورځ وروستو چې لا څوک هم د هغۀ په مرګ باندې خبر نۀ وُو،
داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کله چې ما دوئيګ په هغه ورځ هلته وليدو، ما ته پته وه چې هغه به خامخا ساؤل ته ووائى. نو په دې وجه زۀ ستا د ټولو خپلوانو د مرګ ذمه وار يم.
اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.
خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“
او ټولې زنانه او ټول ماشومان نيولى وُو، هغوئ څوک وژلى نۀ وُو، خو چې کله تلل نو ټول يې د ځان سره بوتلل.