Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 27:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 27:1
29 Iomraidhean Croise  

هغۀ د خپل ځان سره ووئيل، ”اوس خبره داسې ده، کۀ زما خلق يروشلم ته لاړ شى او هلته د مالِک خُدائ په کور کښې نذرانې پېش کړى نو هغوئ به خپله وفادارى د يهوداه بادشاه رحُبعام ته بدله کړى او ما به ووژنى.“


د مشورې اخستلو نه پس، بادشاه دوه د سرو زرو سخى جوړ کړل او خپلو خلقو ته يې ووئيل، ”تاسو د ډېرې مودې نه د عبادت دپاره يروشلم ته ځئ. اے اِسرائيليانو، ستاسو خُدايان دا دى چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.“


الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو.


د يهوداه بادشاه امصياه او د هغۀ مشيرانو د اِسرائيل د بادشاهۍ خِلاف منصوبه جوړه کړه. بيا هغۀ د اِسرائيل بادشاه يهوآس ته يو پېغام ولېږلو، څوک چې د يهوآخز زوئ او د ياهُو نمسے وو، چې جنګ له راوړاندې شه.


او ما په خپله مايوسۍ کښې دا ووئيل چې، ”ټول انسانان دروغژن دى.“


زۀ به په هوا کښې الوتلے د دې ځايه وے، زۀ به په صحرا کښې اوسېدلے وے.


مونږ تا ته مخکښې په مِصر کښې نۀ وُو وئيلى چې داسې به کيږى؟ مونږ تا ته وئيلى وُو چې مونږ پرېږده چې د مِصريانو غلامى کوُو. چې په دې صحرا کښې د مړۀ کېدو نه به ښۀ وى چې مونږ د مِصريانو غلامى کولے.“


هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده.


”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟


مالِک خُدائ مونږ هغه مُلک ته ولې بوځى؟ مونږ به په جنګ کښې ووژلے شُو او زمونږ ښځې او بچى به ونيولے شى. دا به ښۀ نۀ وى څۀ چې واپس مِصر ته لاړ شُو؟“


عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، تاسو لا اوس هم ايمان نۀ لرئ؟“


کله چې مونږ مِکدونيه ته راغلو نو مونږ ته دلته هم هيڅ آرام نۀ وو، خو مونږ نه هر طرف ته تکليفونه وُو، زمونږ نه ګېرچاپېره جګړې وې او زمونږ په زړونو کښې يې يره وه.


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“


بيا جاد پېغمبر داؤد له راغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته مۀ ايسارېږه، او سمدستى د يهوداه مُلک ته لاړ شه.“ نو داؤد روان شو او د حارت ځنګل ته لاړو.


او ورته يې ووئيل، ”مۀ يرېږه، زما پلار ساؤل تا ته نقصان نۀ شى دررسولے. هغۀ ته ډېره ښۀ پته ده چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاه يې او زۀ به په تا پسې دوېم کس يم.“


او کله چې مالِک خُدائ هغه ټول ښۀ کارونه کړى وى لکه څنګه يې چې تا سره وعده کړې ده او تۀ يې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے يې،


بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه.


پينځۀ فلستى بادشاهان د خپلو سوونو او زرګونو سړو د ډلو سره لاړل، داؤد او د هغۀ سړى د اکيس بادشاه سره شا ته روان وُو.


فلستى مشرانو هغوئ وليدل او تپوس يې وکړو، ”دا عبرانيان دلته څۀ کوى؟“ اکيس ورته ووئيل چې، ”دا داؤد دے چې د بنى اِسرائيلو د بادشاه ساؤل يو آفسر دے. اوس هغه زما سره د ډېر وخت نه دے. د کومې ورځې نه چې هغه ما له راغلے دے نو هغۀ داسې يو کار هم نۀ دے کړے چې زۀ يې يوه غلطى راوباسم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan