Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 26:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ابيشى داؤد ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک تا له خپل دشمن نن په لاس کښې درکړے دے. اوس ما له اجازت راکړه چې هم د هغۀ خپله نېزه ترې نه په بل مخ بوټه وباسم او صِرف په يو غرب سره به يې داسې کړم چې د زمکې نه به پاڅېدلے نۀ شى، د دوېم ځل وهلو حاجت به يې هم راته نۀ پېښيږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 26:8
16 Iomraidhean Croise  

ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“


زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.


نو د قريح زوئ يوحانان هغۀ ته پټ غوندې ووئيل، ”ما پرېږده چې د نتنياه زوئ اِسمٰعيل ووژنم او هيچا ته به د دې پته ونۀ لګى. ولې مونږ هغۀ ته اجازت ورکړُو چې هغه راشى او تا ووژنى؟ د يهوداه د هغه خلقو به څۀ حال وى څوک چې واپس خپل مُلک ته راغلل او ستا په مشرۍ کښې راټول شول؟ نو بيا ولې دې مونږ د يهوداه دا لږ کسان کوم چې ژوندى يُو خوارۀ وارۀ او ورک شُو؟“


هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ خِلاف منصوبه جوړوى هغه به يې په يو ګزار سره سراسر برباد کړى. او د دوېم ګزار ضرورت به ورته نۀ وى.


ځکه خُدائ پاک ټول بنى آدم په نافرمانۍ کښې راګېر کړل نو چې هغه په ټولو باندې رحم وکړى.


ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.


مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه.


او د يهوداه قبيله په شريکه جنګ له لاړل. مالِک خُدائ هغوئ له په کنعانيانو او فرزيانو فتح ورکړه او هغوئ د بزق په ښار کښې لسو زرو سړو له شکست ورکړو.


داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو.


د داؤد سړو غلى شان هغۀ ته وفرمائيل، ”دا ستا دپاره يوه موقع ده. مالِک خُدائ تا ته فرمائيلى دى چې هغه به تا له ستا دشمن په لاس کښې درکړى او چې بيا دې څۀ خوښه وى نو هغه ورسره کولے شې.“ داؤد غلے لاړو او د ساؤل د چُوغې نه يې يوه ټُکړه پرې کړه خو ساؤل ته د دې پته ونۀ لګېده.


خو خپل ضمير داؤد ملامته کړو ځکه چې هغۀ د ساؤل د چُوغې نه يوه ټُکړه پرې کړې وه،


مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے.


نو په هغه شپه داؤد او ابيشے د ساؤل خېمو ته ننوتل او وې ليدل چې ساؤل د کېمپ په مينځ کښې ملاست وو او د هغۀ نېزه د هغۀ د سر سره نزدې په زمکه کښې ښخه وه. ابنير او فوجيان د هغۀ نه ګېرچاپېره ملاست وُو.


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بې‌شکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan