Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 26:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو هغه راووتلو او هم هغه ځائ ته راغلو چرته چې د ساؤل او د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير ملاست وو. ساؤل په کېمپ کښې دننه څملاستو او د هغۀ سړو ګېرچاپېره خېمې ولګولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 26:5
10 Iomraidhean Croise  

کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.


نير د قيس پلار وو او قيس د ساؤل پلار وو. د ساؤل څلور زامن وُو: يونتن، مُلکى‌شوَع، ابينداب او اشبعل.


داؤد په ورپسې سحر وختى پاڅېدو، بل څوک يې د ګډو ذمه وار پرېښودو، خوراک يې واخستلو او چې څنګه ورته يَسى وئيلى وُو نو هم هغسې لاړو. هغه هم په هغه وخت کېمپ ته ورسېدو چې بنى اِسرائيليان د جنګ دپاره صفونو جوړولو له روان وُو او د جنګ چغې يې وهلې.


کله چې ساؤل وليدل چې داؤد د جوليت سره جنګ له روان دے، نو هغۀ د ابنير نه تپوس وکړو، چې کوم يې د خپل لښکر مشر وو، ”ابنيره، دا د چا زوئ دے؟“ ابنير ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، ما ته هيڅ پته نشته.“


هغۀ جاسوسان ولېږل او دا يې معلوم کړل چې ساؤل په رښتيا هلته دے.


د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابى‌اېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan