Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 26:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 ساؤل داؤد ته ووئيل، ”زما زويه، خُدائ پاک دې تا له برکت درکړى. تۀ به په هر کار کښې کامياب يې.“ نو داؤد په خپله مخه لاړو او ساؤل کور ته واپس شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 26:25
10 Iomraidhean Croise  

هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“


کۀ څۀ هم چې د هغۀ خبرې خوږې وى خو په هغوئ يقين مۀ کوه، ځکه چې د هغۀ زړۀ د رنګارنګ حرام کاريو نه ډک وى.


داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.


هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو. په بيت‌ايل کښې خُدائ پاک هغۀ ته څرګند شو او کلام يې ورسره وکړو.


نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتے، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولے شى څۀ؟


خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.


يو سړے څو ځلې خپل دشمن نيسى او بيا يې د نقصان رسولو نه بغېر پرېږدى؟ تا چې نن ما سره څۀ کړى دى مالِک خُدائ دې تا له د هغې اجر درکړى.


نو زما يقين دے چې تۀ به د اِسرائيل بادشاه يې او بادشاهى به ستا د اختيار لاندې قائمه وى.


نو داؤد د ساؤل سره هغه لوظ وکړو. نو ساؤل واپس کور ته لاړو او داؤد او د هغۀ سړى محفوظو ځايونو ته لاړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan