Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 26:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند بچ کړے دے، نو مالِک خُدائ دې هم هغه شان زما سره هم وکړى او چې د ټولو تکليفونو نه مې خلاص کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 26:24
17 Iomraidhean Croise  

هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“


داؤد هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، چې هغۀ زۀ د ټولو خطرو نه بچ کړے يم.


هغه زما مينه ناک خُدائ پاک او د حِفاظت قلعه ده، هغه زما پناه ګاه او زما خلاصونکے دے، هغه زما ډال دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم، څوک چې خلق زما د اختيار لاندې راولى.


اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.


تۀ د وفادارو سره وفادار يې، تۀ د هغوئ سره نېکى کوې څوک چې نېکان دى.


څوک چې ما د خپلو دشمنانو نه بچ کوى. تا زۀ په خپلو دشمنانو باندې اوچت کړم، او تا زۀ د ظالمانو نه بچ کړم.


نو مالِک خُدائ د هغۀ د ټولو اندامونو حفاظت کوى، چې کله به د هغوئ نه يو هم مات نۀ شى.


بې‌شکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم، او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.


بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.


ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.


هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“


او دُعا کوئ چې مونږ د بدو او خرابو خلقو نه بچ پاتې شُو ځکه چې ټول ايماندار نۀ دى.


ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.


د فلستيانو لښکرې به راتلې او جنګ به يې کولو او داؤد به د ساؤل د نورو آفسرانو نه په جنګ کښې زيات کامياب وو. نو په دې وجه داؤد ښۀ مشهور شو.


کله چې داؤد خبرې ختمې کړې، نو ساؤل ووئيل، ”دا تۀ يې داؤده، زما زويه؟“ او هغه په ژړا شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan