Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 26:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 26:23
16 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ ما له اجر راکوى ځکه چې زۀ هغه څۀ کوم چې څۀ حق وى، هغه ما له برکت راکوى ځکه چې زۀ بې‌ګناه يم.


او هغه ما له ځکه اجر راکوى چې هغه څۀ کوم چې صحيح وى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې زۀ بې‌ګناه يم.


نو اے مالِکه خُدايه، په آسمان کښې اوره او د خپلو خِدمت کوونکو عدالت کوه. مجرم له هم هغه شان سزا ورکوه چې څنګه يې حقدار وى او چې څوک بې‌ګناه وى نو د هغۀ صفائى کوه.


زما خُدايه پاکه، ياد ساته دا هر څۀ چې ما ستا د کور او د دې د عبادت دپاره کړى دى او دا مۀ هېروه.


ځکه چې هغه د عملونو په مطابق خلقو له بدله ورکوى، او هغه شان سلوک ورسره کوى چې څنګه يې حقدار وى.


او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده. بې‌شکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.


وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى.


مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. زما خِلاف دې چې کوم کار کړے وى نو مالِک خُدائ دې د هغې سزا درکړى، خو زۀ به تا ته هيڅ نقصان نۀ رسوم.


تا نن ما ته وښودل چې تۀ ما سره څومره ښۀ يې، ځکه چې تا زۀ ونۀ وژلم، تر دې پورې چې مالِک خُدائ زۀ تا له په لاس کښې درکړم.


يو سړے څو ځلې خپل دشمن نيسى او بيا يې د نقصان رسولو نه بغېر پرېږدى؟ تا چې نن ما سره څۀ کړى دى مالِک خُدائ دې تا له د هغې اجر درکړى.


مالِک خُدائ دې نۀ کړى چې هغه چا له د نقصان رسولو کوشش وکړم څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. راځئ چې د هغۀ نېزه او د اوبو منګے راواخلو او لاړ شُو.“


داؤد ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، ستا نېزه دا ده. ستا يو سړے دې راشى او دا دې واخلى.


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بې‌شکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan