مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.
وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى.