2 نو ساؤل سمدستى د درېو زرو ښو بنى اِسرائيلو فوجيانو سره د زيف صحرا ته لاړو چې داؤد ولټوى،
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيتايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.
بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى.
ساؤل د بنى اِسرائيلو نه درې زره تکړه فوجيان ځان سره کړل او د ځنګلى چېلۍ ګټو نمرخاتۀ طرف ته په داؤد او د هغۀ په سړو پسې روان شو.
هغه د لارې په غاړه د ګډو شپول سره نزدې يو غار ته راغلو او اودس يې مات کړو. داسې هم په هغه غار کښې وشول چې په کوم غار کښې داؤد او د هغۀ سړى شاته حِصه کښې پټ وُو.