18 او هغۀ دا هم وفرمائيل، ”زما نېک تر اوسه پورې په خپل خِدمت کوونکى پسې ولې ګرځى؟ ما څۀ کړى دى؟ ما کوم جرم کړے دے؟
بادشاهان بېوجې ما ازاروى خو زما زړۀ ستا په کلام د يرې نه درزيږى
بېسببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه بېسببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،
څوک چې ما نه نفرت کوى زما د سر وېښتو نه زيات دى. هغوئ بېسببه ما سره دشمنى کوى او چې ما ختمول غواړى ډېر دى. هغوئ رانه هغه څۀ واپس غواړى چې مې پټ کړى نۀ دى.
نو بيا يرمياه د صدقياه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”ما ستا يا ستا د آفسرانو او يا د دې خلقو خلاف څۀ داسې بد کړى دى چې د هغې په وجه تاسو زۀ په دې قېد کښې اچولے يم؟
خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ بد مې وئيلى وى نو په ما يې ثابته کړه، خو کۀ مې ټيک خبره کړې وى نو څپېړه دې ولې راکړه؟“
په تاسو کښې څوک ما د ګناه مجرم ثابتولے شى؟ کۀ زۀ رښتيا وايم نو بيا ولې تاسو په ما يقين نۀ کوئ؟
داؤد تپوس وکړو، ”نو اوس ما څۀ غلطى وکړه؟ زۀ يو تپوس هم نۀ شم کولے څۀ؟“
بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“
او وې فرمائيل، ”تۀ هغه خلقو ته غوږ ولې نيسې چې کوم وائى چې زۀ تا ته د نقصان رسولو کوشش کوم؟