Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 26:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 ابنيره، تۀ په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ لائق يئ، ځکه چې تاسو خپل نېک بچ نۀ کړو، کوم چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. د بادشاه نېزه چرته ده؟ د اوبو منګے چرته دے چې د هغۀ د سر سره وو؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 26:16
11 Iomraidhean Croise  

داؤد هغه مالداره سړى ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې کوم سړى دا کړى وى نو هغه د مرګ لائق دے.


بادشاه سلامت، زما د پلار مکمل خاندان د دې حقداره ده چې ووژلے شى، خو تا زۀ د دې حقدار کړم چې ستا د دسترخوان روټۍ وخورم. بادشاه سلامت، زۀ هيڅ حق نۀ لرم چې تا ته د رحم فرياد وکړم.“


بيا سليمان ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”تۀ په عنتوت کښې خپل مُلک ته لاړ شه. تۀ د مرګ حقدار يې، خو زۀ به تا اوس نۀ وژنم، ځکه چې تۀ کله زما د پلار داؤد سره وې نو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق ذمه وار وې او تۀ د هغۀ سره په ټولو تکليفونو کښې شريک وې.“


چې د قېديانو زبيرګى واورى، په چا چې حُکم د مرګ شوے دے هغوئ د مرګ نه آزاد کړى.


د قېديانو فرياد په خپله واوره، په چا چې د مرګ فېصله شوې ده د خپل مټ په زور دې هغه بچ کړه.


يو وخت مونږ هم دغه شان د خپل وجود د خواهشونو په مطابق ژوند تېرولو او د ګناه د فطرت مرضى مو پوره کوله، او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.


تا ته دا پته نۀ لګى څۀ چې تر کومې پورې داؤد ژوندے وى، نو تۀ به هيڅکله د دې مُلک بادشاه نۀ شې؟ اوس لاړ شه او هغه دلته راوله، هغه به خامخا وژلے شى.“


او هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې ما د دې نه وساتى چې زۀ خپل نېک ته څۀ نقصان ورسوم، کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زۀ خو به هغۀ ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې هغه بادشاه دے او مالِک خُدائ هغه خوښ کړے دے.“


مالِک خُدائ دې نۀ کړى چې هغه چا له د نقصان رسولو کوشش وکړم څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. راځئ چې د هغۀ نېزه او د اوبو منګے راواخلو او لاړ شُو.“


داؤد ورته وفرمائيل، ”ابنيره، په بنى اِسرائيلو کښې ستا په شان تکړه سړے څوک شته؟ نو تۀ خپل نېک يعنې بادشاه ولې نۀ بچ کوې؟ دا اوس اوس څوک خېمو ته لاړل چې ستا نېک ووژنى.


خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بې‌شکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan