13 بيا داؤد د وادۍ نه واوړېدو او د بل غر سر ته لاړو، کوم ځائ چې لږ لرې وو او د خطرې نه بهر وو،
کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى.
نو داؤد ورپسې لاړو او آواز يې ورته وکړو، ”بادشاه سلامت.“ ساؤل راوګرځېدو او داؤد د عزت نه زمکې ته ټيټ شو
نو داؤد نېزه او د اوبو منګے واخستلو چې د ساؤل د سر سره نزدې پراتۀ وو او هغه او ابيشے لاړل. هيچا دا ونۀ ليدل او نۀ ورته پته ولګېده چې څۀ وشول او نۀ څوک پاڅېدل، هغوئ ټول په خوږ خوب اودۀ وُو، ځکه چې مالِک خُدائ په هغه ټولو باندې دروند خوب رالېږلے وو.
او د ساؤل فوجيانو او ابنير ته يې چغه ووهله، ”ابنيره، تۀ زما آواز اورې؟“ ابنير تپوس وکړو، ”دا چغې څوک وهى چې بادشاه راپاڅوى؟“