Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اول سموئيل 25:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 هغه زر زر پاڅېده او په خر سوره شوه. پينځۀ نوکرانې ورسره وې، هغه د داؤد د نوکرانو سره لاړه او د هغۀ ښځه شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اول سموئيل 25:42
7 Iomraidhean Croise  

نو داؤد حبرون ته لاړو، خپلې دوه ښځې يې هم د ځان سره بوتلې، اخينوعم چې د يزرعيل وه او ابى‌جيل چې د نابال کونډه وه، چې هغه د کرمل وو.


په حبرون کښې د داؤد دا زامن پېدا شول: د هغۀ مشر زوئ امنون وو، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه،


د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابى‌جيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابى‌سلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،


داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابى‌جيل چې د کرمل وه.


د داؤد دوه ښځې، اخينوعم او ابى‌جيل هم بوتلے شوې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan